د اوسپنې پټلۍ په اړه افغان پلاوی پاکستانی لوری سره خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د څو ټویټونو په کولو سره ویلی، چې د دوی یو پلاوی پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستانی پلاوی سره د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه تفصیلی بحثونه او خبرې کړی.
دوی زیاته کړې چې د دغې ادارې سرپرست پاکستان کې د اوسپنې پټلۍ له مرستیال ظفر زمان سره کتلی او د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ اړوند یې تفصیلی خبرې او بحثونه کړی.
دغه کتنه کې افغان پلاوی پاکستانی لوری ته ډاډ ورکړی چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکی مطالعاتو لپاره افغان لوری بشپړ چمتوالی لری. د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې، چې پاکستانی لوری هم تخنیکی مطالعاتو ته د چمتووالی خبر ورکړی او ژمنه یې کړې چې له ازبکستان هېواد سره په ګډه به د تخنیکی مطالعاتو لګښت ورکوی.
د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ له لارې اوس مهال اونۍ کې په زرګونه ټنه انتقالات ترسره کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.