کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۰ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین ویلی، چې په دغه ښار کې بیا د ډرون بریدونه شوی دی.
د سوبیانین په وینا یو ځل بیا چاودېدونکی ډرون له هغه اسمانڅکی سره جنګول شوی، چې د یکشنبې پر ورځ هم په ورته برید کې په نښه شوی و.
د مسکو ښاروال وایی، دغه برید کې د “موسکوا سېټی کمپلکس” د دې اسمانڅکې ودانۍ یوویشتم پوړ ته یو څه زیان اوښتی، خو مرګ – ژوبله یې نه ده اړولې.
هغه زیاته کړې چې څو نور ډرون الوتکې راغورځول شوې هم دی.
له دې سره د روسیې دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې د مسکو سیمه کې دوه اوکراینی ډرونونه د هوایی دفاع سیستمونو په وسیله ویشتل شوی دی.
په دې وروستیو کې د روسیې پر پلازمېنې د ډرون بریدونه ډېر شوی چې کرېملین یې پړه پر اوکراین اچوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ