د ایرانۍ نسکورې شوې چولکې ټولې عملې ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس د یوه ایرانی چارواکی له قوله راپور ورکړی، چې د ابراهیم رییسی چورلکه په دغه پېښه کې په بشپړ ډول سوځېدلې ده.

دغې رسنۍ ته ځایی چارواکو ویلی، چې سوځېدلې چورلکه کې ټولې عملې هم ژوند بایللی او سوځېدلی دی.

مهر خبری آژانس هم د چورلکې د لوېدو په پېښه کې د ابراهیم رییسی او د هغه د ملګرو ژوند بایلل تایید کړی دی.

د امامت شبکې چې په ایران کې د جمعې د امامانو د پالیسۍ له شورا سره تړلې رسنۍ ده، هم د خامنه یی د استازی محمد علی الهاشم په ګډون د رییسی او د هغه د ملګرو مړینه تایید کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.