د ایران او اسراییلو کړکېچ

د ایران او اسراییلو ترمنځ شخړه یوه پېچلې او څو اړخیزه جګړه ده، چې له تاریخ سره تړلې، سیاسی او جغرافیایی حساسیتونه لری.

د دې جګړې له هرې خوا کړکېچونو او لانجمن مسایل راولاړیږی.

دا کړکېچ یوازې په منځنی ختیځ نه؛ بلکې د نړۍ په ډېرو نورو برخو هم خپل اغېز لری.

د ایران او اسراییلو کشمکش نن په داسې مرحله کې دی، چې نږدې هره ورځ یو بل ته اخطارونه ورکوی او د جګړې بوی ترې خېژی. دواړو لوریو پر یو بل خپلې لومړنۍ زور ازموینې هم وکړې.

خو اسراییلو چې د میږی په څېر وزرې کړی، ورځ تر بلې خپل ظلمونه د اوج پر لوری بیایی.

د اسراییلو لخوا ځپل شوی هېوادونه چې له کلونو راهیسې د اشغال، فشار او د بشری حقونو د نقضونو شاهدان دی، اوس داسې حالت ته رسېدلی، چې نور نو د مقاومت لار خپله کړی.

اسراییل له یوې خوا د امنیت او ثبات تر شعار لاندې د خپلو ګټو لپاره سیمه کې لاسوهنه کوی او له بلې خوا په یوه بې رحمه ډول هغه ملتونه ځپی چې له خپلو اساسی حقونو څخه دفاع کوی. هغه که غزه ده یا لبنان دی او یا هم اوس وخت کې ایران.

د دوی پر وړاندې د اسراییلی اشغالګرو ظلمونه، چې د هر ډول انسانی کرامت له پولو تېر شوی، نړۍ ته باید د خبرداری زنګ وګرځی.

داسې ښکاری چې نړیواله ټولنه د دې جګړې پر وړاندې هماسې خاموشه پاتې ده او که غږ هم پورته کوی، نو د اسراییلو د ملاتړ بوی به ترې خیژی. دا هغه دردناک واقعیت دی چې د اسراییلو له ظلمونو او سرغړونو سره مرسته کوی، د دې پرځای چې د داسې ظلمونو مخنیوی یې وکړی.

د نړۍ ستر قدرتونه چې د بشری حقونو او عدالت نارې وهی، ولې په داسې یو حالت کې خپله غلې خوله نه پرانیزی؟

آیا د انصاف او عدالت اصول یوازې پر هغو سیمو نافذیږی، چې د دوی سیاسی او اقتصادی ګټې ورپورې تړلې وی؟

دا پوښتنې هغه ملتونه خپلو ذهنونو ته راوړی چې د سولې، امنیت او عدالت لپاره د حق غوښتنه کوی.

ایران یې پر وړاندې د خپل ملی حاکمیت، کلتوری ارزښتونو او دینی اصولو د ساتلو لپاره کلک دریځ خپل کړی، خو د لاسنیوی او ملاتړ له پلوه ظاهراً یوازې ښکاری.

د اسراییلو زهرجن لاسونه په منځنی ختیځ کې په لوی لاس بې ثباتۍ ته لمن وهی.

خو اوس ذهنیتونه د اسراییلی اشغالګرو پر وړاندې د هرې ورځې په تېرېدو سره جوړیږی.

په دې کشمکش کې به ډېر ژر له ایران سره هغه نور ملتونه هم یوځای شی، چې د اسراییلو له ظلمونو، لاسوهنو او د یوې اړخیزې پالیسۍ قربانی دی یا هم اوس درګرده قربانی کیږی.

دوی به ډېر ژر د یوې ګډې مبارزې تر چتر لاندې راغونډ شی چې دا به د اسراییلی ظلمونو وزرې د تل لپاره وسوځوی.

خو د نړۍ د هغو مشرانو لپاره چې د انصاف شعارونه یې غلی شوی، د سوال ځای دی.

ولې په دې نازکو حالاتو کې یوازې د خپلې خوښې له مخې دریځ خپلوی؟

نړۍ ته پکار ده چې د یوې رښتینې سولې لپاره خپل انصاف او عدالت بیا تعریف کړی او د ظلمونو د مخنیوی لپاره د یو خپلواک او بې پرې سیاست لارې تعقیب کړی؛ کنه دا جګړه یوازې د یوې سیمې تر پولو پورې محدوده نه وی، دا به د نړۍ هره برخه اغېزمنه کړی.

د هر هغه چا لپاره چې د انسانیت او انصاف پر اصولو باور لری، اړینه ده چې د اسراییلی ظلمونو پر وړاندې یووالی وښیی او د مظلومو ملتونو ترڅنګ ودریږی.

دا یوازینۍ لار ده چې د نړۍ د راتلونکی نسل لپاره یو امن او عادلانه راتلونکی ترې تضمین کېدای شی.

پای

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.