کابل/ګهیځ:
نن شنبه (د لړم/عقرب ۷مه او د اکټوبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د عربی ټولنې یوه چارواکی خبر ورکړی چې د عربی هېوادونو د مشرانو په سرمشریزه ناسته کې به د بحث اصلی محور د فلسطین ستونزه او د عربی هېوادونو په کورنیو چارو کې د ایران پر لاسوهنه ورټول وی.
د دغې ټولنې د سرمنشی مرستیال حسام ذکی څرګنده کړې، چې د دې ټولنې د مشرانو ۳۱مه ناسته به د را روانې نوامبر میاشتې په لومړیو کې په الجزایر هېواد کې وشی.
د مصر رسمی خبری شبکې الشرق الوسط د نوموړی له قوله ویلی، چې دغه راز د سوریې، لیبیا او یمن بدلونونه به د دې ناستې د ګنډونوالو د بحث مضوع وی.
ذکی دغه راز زیاته کړې، چې د غونډې برخوال به د خوړو د خوندیتوب پر اغېزو، چې د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته یې پراختیا موندلې، تر بحث لاندې ونیسی.
د الجزایر په سرمشریزه کې د قطر له امیر پرته د خلیج د هېوادونو مشران او د سوریې استازی چې غړیتوب یې ځنډول شوی، ګډون نه کوی.
گهیځ