معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران د بحري ځواکونو یوه کښتۍ ډوبه شوې

د ایران د بحري ځواکونو یوه کښتۍ ډوبه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایراني رسنیو ویلي، چې د دې هېواد د بحري ځواکونو یوه کښتۍ د هرمز تنګي سره نږدې په داسې حال کې ډوبه شوه، چې د ترمیم لپاره د اوبو غاړې ته راوړل شوې وه.

د اېرنا خبري آژانس په راپور کې ویل شوي، چې د سهند په نامه دا کښتۍ د سمندر غاړې ته د ترمیم لپاره لېږدول شوې وه، خو په ټانکۍ کې یې د اوبو ننوتو له امله بې توازنه او ډوبه شوه.

راپور کې ویل شوي چې په دې پېښه کې ځینې کسان ټپيان شوي هم دي، خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس