د ایران د بحری ځواکونو یوه کښتۍ ډوبه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو ویلی، چې د دې هېواد د بحری ځواکونو یوه کښتۍ د هرمز تنګی سره نږدې په داسې حال کې ډوبه شوه، چې د ترمیم لپاره د اوبو غاړې ته راوړل شوې وه.

د اېرنا خبری آژانس په راپور کې ویل شوی، چې د سهند په نامه دا کښتۍ د سمندر غاړې ته د ترمیم لپاره لېږدول شوې وه، خو په ټانکۍ کې یې د اوبو ننوتو له امله بې توازنه او ډوبه شوه.

راپور کې ویل شوی چې په دې پېښه کې ځینې کسان ټپیان شوی هم دی، خو د شمېر په اړه یې څه نه دی ویل شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.