کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د ایران د وسلوال پوځ لوی درستیز بهرام حسینی مطلق په مشرۍ ایرانی پلاوی د سرپرست حکومت د دفاع وزارت له چارواکو سره د تهران او کابل ترمنځ د ګډو سرحدی همکاریو د پیاوړتیا په اړه لیده_کاته او خبرې کړی.
د خبر له مخې دې لیدنه کې د افغانستان د لوی درستیز مرستیال د دواړو هېوادونو له همکاریو او نېکو اړیکو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې سرپرست افغان حکومت تل له ایران سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی او په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته ژمن دی.
د سرپرست حکومت دفاع وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، ایرانی پلاوی په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې ارزولی او د اړیکو له ټینګښته یې ډاډ ورکړی دی.
د ایرانی پلاوی دغه سفر په داسې مهال کیږی، چې دې وروستیو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د حقابې پر سر اړیکې ترینګلې شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ