کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې د دغه سفارت چارواکی وایی، سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې بهیر له آسانه کولو موخه، د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده.
ځینې افغان سوداګر بیا د ایران سفارت د دغې چارې ستاینه کوی، خو غوښتنه کوی چې له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې نورې ستونزې هم هوارې شی. ایران ته د پیسو لېږد او د افغانی توکو د صادارتو کموالی، هغه ستونزې دی چې سوداګر یې په تړاو اندېښنه څرګندوی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه راکړه_ورکړه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسیږی، چې په دې کې د افغانستان د صادارتو کچه ډیره کمه ده.
وړاندې تر دې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلی و، تمه ده چې په روان لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاو د برابرولو په موخه، د سوداګرۍ ګډه خونه هم جوړه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ