معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ایران له یوه زندانه ۱۹۳ افغان بندیان خوشې شول

د ایران له یوه زندانه ۱۹۳ افغان بندیان خوشې شول

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۷  نېټه):

د راپورونو له مخې د نیمروز ولایتي چارواکو ویلي، چې ایران ۱۹۳ افغانان زندانیان ازاد کړي او دوی ته یې سپارلي دي.

د راپور پر بنسټ، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه شمېر افغانان د اسنادو نه درلودو له امله د زاهدان په الغدیر زندان کې بندیان وو.

په دې وروستیو کې په ایران کې مېشتو افغان کډوالو شکایتونه کړي، چې د ژوند او کار کړۍ پرې تنګه شوې او د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي.

ایران په تېرو نهو میاشتو کې نږدې ۳ سوه افغان زندانیان آزاد او د افغانستان لوري ته سپارلي دي.

د ایران له زندانه د افغان کډوالو د ازادېدو خبر داسې مهال ورکول شوی چې نن د دسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس