کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د نیمروز ولایتی چارواکو ویلی، چې ایران ۱۹۳ افغانان زندانیان ازاد کړی او دوی ته یې سپارلی دی.
د راپور پر بنسټ، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه شمېر افغانان د اسنادو نه درلودو له امله د زاهدان په الغدیر زندان کې بندیان وو.
په دې وروستیو کې په ایران کې مېشتو افغان کډوالو شکایتونه کړی، چې د ژوند او کار کړۍ پرې تنګه شوې او د اخراج له ګواښ سره مخامخ دی.
ایران په تېرو نهو میاشتو کې نږدې ۳ سوه افغان زندانیان آزاد او د افغانستان لوری ته سپارلی دی.
د ایران له زندانه د افغان کډوالو د ازادېدو خبر داسې مهال ورکول شوی چې نن د دسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ