کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تازه څرګندونو کې ویلی، چې تهران جګړه نه غواړی، خو له خپل هېواده د کلکې دفاع لپاره به اسراییلو ته د شوی تیری حتمی او وړ ځواب ورکړی.
مسعود پزشکیان د دې هېواد په سرمشریزه غونډه کې ویلی، دوی پوهیږی چې امریکا د جګړې لپاره اسراییل هڅوی.
ایرانی رسنیو د دې هېواد ولسمشر پزشکیان له قوله ویلی، ایران په تېرو ۴۵ کلونو کې ښودلې، چې هېڅکله به د کوم یرغلګر پر وړاندې ماتې ونه منی.
هغه زیاته کړې، نړۍ ته د اوسنی صهیونیست رژیم جرمونه ثابت شوی، نړۍ ګوری چې د امریکا په مشرۍ اسراییل په اشغال شوی فلسطین کې بشری حقوق تر پښو لاندې کوی او واړه ماشومان، مېرمنې په بریدونو کې په نښه کوی خو نړیوال یې پر وړاندې خاموش دی.
د ایران ولسمشر وروسته له هغې پر اسراییلو د برید ګواښ کړی، چې څو ورځې وړاندې اسراییلو پر ایران برید وکړ، خو د هغه برید مرګ – ژوبلې په تړاو ایرانی رسنیو کره معلومات نه دی خپاره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ