معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د ایران په روانو لاریونونو کې تر دا مهاله ۴۵۸ تنه وژل شوي:

د ایران په روانو لاریونونو کې تر دا مهاله ۴۵۸ تنه وژل شوي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۷):
د ايران د بشري حقونو سازمان وايي، د دغه هېواد په روانو قهرجنو لاریونونو کې لږ تر لږه ۴۵۸ تنه وژل شوي دي.
د دوی په خبره وژل شویو کې ۶۳ ماشومان او ۲۹ تنه نور یې مېرمنې دي.
یاد سازمان چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې دی زیاتوي، لږ تر لږه ۱۱ تنه لاريون کوونکي په اعدام هم محکوم شوي دي.
د ايران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود اميري مقدم د ايران په محکمو کې د عادلانه محاکمې د معيارونو نه مراعتولو ته په اشارې سره محاکمې نمايشي بللي او د دغو محکمو له خوا د اعدام د حکمونو صادرېدل یې تر قضايي معیارونو ورهاخوا د معترضینو د قتل د دوام پلان بللی دی.
خپله ایراني چارواکو بیا تر اوسه په دغو لاریونونو کې د وژل شویو یا نیول شویو کسانو رسمي شمېره نه ده خپره کړې او نه یې هم تر اوسه د دغه سازمان د ادعا په اړه کوم غبرګون ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس