د ایران په روانو لاریونونو کې تر دا مهاله ۴۵۸ تنه وژل شوی:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۷):
د ایران د بشری حقونو سازمان وایی، د دغه هېواد په روانو قهرجنو لاریونونو کې لږ تر لږه ۴۵۸ تنه وژل شوی دی.
د دوی په خبره وژل شویو کې ۶۳ ماشومان او ۲۹ تنه نور یې مېرمنې دی.
یاد سازمان چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې دی زیاتوی، لږ تر لږه ۱۱ تنه لاریون کوونکی په اعدام هم محکوم شوی دی.
د ایران د بشری حقونو د سازمان مشر محمود امیری مقدم د ایران په محکمو کې د عادلانه محاکمې د معیارونو نه مراعتولو ته په اشارې سره محاکمې نمایشی بللی او د دغو محکمو له خوا د اعدام د حکمونو صادرېدل یې تر قضایی معیارونو ورهاخوا د معترضینو د قتل د دوام پلان بللی دی.
خپله ایرانی چارواکو بیا تر اوسه په دغو لاریونونو کې د وژل شویو یا نیول شویو کسانو رسمی شمېره نه ده خپره کړې او نه یې هم تر اوسه د دغه سازمان د ادعا په اړه کوم غبرګون ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.