د ایران په غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۲):
د ایران په کوربتوب ملګرو ملتونو، پاکستان او افغان حکومت استازو د ایران په غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړی.
له افغانستانه په دې غونډه کې د کډوالو چارو وزارت مسلکی مرستیال ارسلا خان خروټی ګډون کړی دی.
کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویاند، پیټر کېسلر د دغې غونډې د موخې په اړه ویلی و چې غونډه کې د شته ستونزو پر حل لارو خبرې کیږی. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی کاظمی قمی هم د ایران ملی رسنۍ ته ویلی چې تمه لری په افغانستان کې د خلکو د سیاسی ارادې پر بنسټ یو دولت رامنځته شی او خواره_واره افغانان سره راټول کړی شی.
په ایران او پاکستان کې په ټولیز ډول شاوخوا شپږنیم میلیونه افغان کډوال اوسیږی چې ډېری وخت ترې د افغان کډوالو د ځورولو او شکنجه کولو راپورونه هم رسنیز شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.