د ایران په قزل حصار زندان کې د یوه افغان په ګډون ۱۰ کسان اعدام شول

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ناروې په اوسلو کې مېشت د ایران د بشری حقونو سازمان راپور ورکړی، چې د ایران په کرج ښار کې د قزل حصار په زندان کې د یوه افغان په ګډون ۱۰ کسان اعدام شوی.

یاد سازمان په خپله اعلامیه کې ویلی، دغه کسان د چهارشنبې په ورځ د مخدره موادو د کاروبار او عمدی قتل په تورونو اعدام شوی دی.

اعدام شویو کې دوه کردان او یوه ښځه هم شامله ده.

د اعدام شوی افغان وګړی نوم خالد تاجیک ښودل شوی او دغه سازمان ویلی، چې د احمد علیزاده په نوم یو بل کس هم چې د اعدام سزا یې ځنډول شوې وه، بالاخره د شنبې په ورځ اعدام شو.

د ایران د بشری حقونو سازمان د دې اعدامونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی، چې په یوه ورځ کې د ۱۰ کسانو اعدام د بشری حقونو جدی سرغړونه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.