د ایران په هوایی ډګرونو کې ځنډېدلی پروازونه بېرته پیل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو د هغو پروازونو د بیا پیل اعلان کړی، چې د ایران په ځینو هوایی ډګرونو کې د عملیاتی محدودیتونو له امله ځنډول شوی وو.

ایران وروسته له هغې په ځینو هوایی ډګرونو کې الوتنې وځنډولې، چې اسراییلو ګواښ وکړ چې د تهران لخوا پر دغه هېواد د بالستیک توغندیو برید به بې ځوابه نه پریږدی.‌

اېرنا خبری آژانس د ایران د ملکی هوایی چلند ادارې د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې د عملیاتی محدودیت له لرې کېدو سره د پروازونو محدودیت لغوه او پروازونه بېرته عادی حالت ته راګرځېدلی دی.

په ورته وخت کې د اروپایی ټولنې د هوایی چلند امنیتی ادارې د اروپایی هوایی شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې دې د ایران له هوایی حریم څخه لرې پاتې شی.‌

دغې ادارې همداراز ویلی چې روان وضعیت یې تر څار لاندې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.