کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې دا چاودنه د ایران جنوبی ولایت خراسان اړوند طبس ښار ته نږدې د ډبرو سکرو په یوه کان کې شوې ده.
د خبر پر بنسټ د چاودنې پرمهال کان کې دننه ۶۹ کسان موجود وو.
د ایران دولتی ټلوېزیون بیا د ۳۰ کسانو د مړه کېدو، ۱۷ ټپیانو او ۲۴ نورو د نادرکه کېدو پخلی کړی دی.
د ایران هلال احمر کمېټې د ډېری ټپیانو وضعیت نازک ښودلی او ویلی یې ښایی، د مړو شمیر نور هم پورته شی.
تر اوسه د دغې پېښې علت نه دی په ډاګه شوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ