کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران حکومت په کرمان ولایت کې د کډوالو بانکی حسابونه تړلی او له هغوی یې ملا ماتوونکې مالیه اخیستې ده.
سرچینو ویلی، د بانکونو له خوا صادرې شوې فورمې چې له مخې یې بانکی حسابونه تړل شوی، ویلی چې دا طرحه په کرمان ولایت کې پلې شوې ده.
د سرچینو په خبره، کډوال د خپلو بانکی حسابونو د بېرته پرانېستلو لپاره بانکونو ته ورغلی، خو هغوی مالیاتی ادارې ته لېږل شوی دی.
سرچینو زیاته کړې چې مالیاتی ادارې د ساده ګارګرو کډوالو پر بانکی حسابونو له ۱۵۰ میلیونو تومانو څخه تر میلیاردونو تومانو مالیه لګولې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دا طرح له خبرتیا پرته او په ناڅاپی توګه پلې شوې او د کډوالو ژوند یې ګډوډ کړی دی.
کرمان کې کډوالو پر ایران غږ کړی چې د ناڅاپی مالیو لګولو پرځای دې له هغوی په قانونی توګه مالیه واخلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ