د ایران کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو پر وېستلو ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۶  نېټه):

د ایرانۍ رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر احمدی وحیدی یو ځل بیا له خپل هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو پر وېستلو ټینګار کړی دی.

د دغو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ایران دغه جګپوړی امنیتی چارواکی د دغه هېواد په اهواز ولایت کې محصلینو ته په خبرو کې ویلی، چې دښمن غواړی په لوی لاس مو له افغان لوری سره په جنګ واچوی.

نوموړی همدار راز ویلی، چې د افغانستان سرپرست حکومت ترې د غیرقانونی افغان کډوالو د وېستلو په برخه کې له ایران څخه وخت غوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سرپرست حکومت په شمول ګڼو نورو نړیوالو ادارو هم د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه غوښتی، چې په دې سختو شرایطو کې افغان کډوال ونه باسی، خو لا تراوسه له دواړو هېوادونو څخه د کډوالو د راستنېدنې لړۍ روانه ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.