ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې په ډېرې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ، چې ایټالیا کې د ډوبې کښتۍ له امله په مړو شویو کسانو په نوملړ کې د ملی ټلوېزیون پخوانۍ کارکوونکې تورپیکۍ امرخېل هم شامله ده.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه د نوموړې پر وفات خپله خواشینی څرګندونی او د نوموړې له کورنۍ او دوستانو سره ځان په دې غم کې شریک بولی او ورته تسلیت وایی.
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې
دغه راز ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه له ټولو لیکوالانو او ژورنالېستانو غواړی چې په ناقانونه توګه له کډوالۍ او مهاجرتونو ځان وساتی او د یو فعال شخص په توګه د هېواد د آبادۍ او رغون لپاره ټولې هڅې په کار واچوی.
د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه
ـــــــــــــــــــــــ
د خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ