د ا.ا د مشرتابه له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې؛ تاسو مو اقتصادی ځواکونه یاست
ګهیځ نیوز: نن سې شنبه(د غبرګولی یا جوزا ۳۱مه او د جون میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د افغانستان د ا.ا مشرتابه له یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصی سکټور له استازو سره کتلی دی.
د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور په وینا، په دې کتنه کې امیرالمؤمنین شیخ هبه الله اخوندزاده د سوداګرو له دغه پلاوی وغوښتل چې د هېواد پر ځان بساینې او اقتصادی پرمختګ لپاره کار وکړی.
نوموړی سوداګرو ته په خطاب کې ویلی، چې ملاتړ یې کوی، ځکه چې دوی د هیواد اقتصادی ځواکونه دی.
گهیځ