معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ا.ا مشرانو د خپلو ژمنو خلاف د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي

د ا.ا مشرانو د خپلو ژمنو خلاف د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمري/اسد ۷مه او د اګسټ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسوول جوزف بوریل وایي چې د ا.ا مشرانو د خپلو ژمنو خلاف د نجونو ښوونځي تړلي او افغانې نجونې یې له زده کړو محرومې کړي دي.

بوریل په یوه لیلکې مقاله کې دا خبره کړې ده.

بوریل وايي د ا.ا چارواکو ته په خطاب کې ویلي، چې د خپلو کړنو له امله یې افغانستان منزوي کړی او د دې انزوا بیه به یوازې عام افغانان ورکړي.

د جوزپ بوریل په وینا، د نړیوالو ځواکونو شل کلن حضور او له یو تریلیون ډالرو څخه زیات لګښت په افغانستان کې یو باثباته حکومت رامنځته نشو کړی.

هغه زیاتوي چې بهرنۍ لاسوهنې په داسې هېوادونو کې سیاسي حل او مشروع حکومت نه شي جوړولی او دا کار یوازې سیمه ییز ځواکونه کولای شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس