ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۷مه او د اګسټ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د راپورونو له مخې، د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاست مسوول جوزف بوریل وایی چې د ا.ا مشرانو د خپلو ژمنو خلاف د نجونو ښوونځی تړلی او افغانې نجونې یې له زده کړو محرومې کړی دی.
بوریل په یوه لیلکې مقاله کې دا خبره کړې ده.
بوریل وایی د ا.ا چارواکو ته په خطاب کې ویلی، چې د خپلو کړنو له امله یې افغانستان منزوی کړی او د دې انزوا بیه به یوازې عام افغانان ورکړی.
د جوزپ بوریل په وینا، د نړیوالو ځواکونو شل کلن حضور او له یو تریلیون ډالرو څخه زیات لګښت په افغانستان کې یو باثباته حکومت رامنځته نشو کړی.
هغه زیاتوی چې بهرنۍ لاسوهنې په داسې هېوادونو کې سیاسی حل او مشروع حکومت نه شی جوړولی او دا کار یوازې سیمه ییز ځواکونه کولای شی.
گهیځ