کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خصوصی سکټور غړو ویلی، چې هېواد کې د باروړونکو موټرو د نوبت په رامنځته کېدو سره خصوصی سکټور په ځانګړی ډول تولیدوونکی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوی دی.
د خبر پر بنسټ، دوی زیاته کړې، چې په نوبت کې خصوصی سکټور ته د اړتیا وړ موټرو کمښت، د کرایې زیاتوالی او د توکو نه مصوونیت له امله یې چارې ستونزمنې شوې دی.
دوی د ترانسپورټ له وزارت څخه غواړی، چې د دې ستونزې په هواری کې دې ورسره همکاری وکړی.
د اوسپنې ویلی کولو فابریکو مسوولینو ویلی، که یې شته ستونزې هوارې نشی، نو کورنی تولیدوونکی به خپل داخلی مارکېټ له لاسه ورکړی.
دوی زیاتوی چې ستونزې یې له مسوولینو سره شریکې کړی او هیله ښیی چې د ترانسپورټ یادې ستونزې یې هوارې شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ