معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بامیانو ځینې مواصلاتي لارې د واورې او توپان له امله تړل شوي

د بامیانو ځینې مواصلاتي لارې د واورې او توپان له امله تړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۳   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو له ګاونډیو ولسوالیو او ولایتونو سره د دغه ولایت د ځینو مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

د خبر پر بنسټ د بامیانو د ټولګټو چارو رییس ویلي، چې د بامیانو – کابل ترمنځ په پوله د حاجي ګګ کوتل او د نمبر ۱ یکاولنګ ولسوالۍ او پنجاب ترمنځ د شاتو کوتل لارې د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې د کوتل آبقول کرمان چې بامیان له غور سره نښلوي، د ورس بند شوي پله لاره چې بامیان د وردګو له څلور لارې سره نښلوي، د آقرباط کوتل چې بامیان مرکز له سیغان سره نښلوي، دغه لارې اوس د ترافیکو پرمخ خلاصې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس