کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو له ګاونډیو ولسوالیو او ولایتونو سره د دغه ولایت د ځینو مواصلاتی لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
د خبر پر بنسټ د بامیانو د ټولګټو چارو رییس ویلی، چې د بامیانو – کابل ترمنځ په پوله د حاجی ګګ کوتل او د نمبر ۱ یکاولنګ ولسوالۍ او پنجاب ترمنځ د شاتو کوتل لارې د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې دی.
دغه راز نوموړی زیاته کړې، چې د کوتل آبقول کرمان چې بامیان له غور سره نښلوی، د ورس بند شوی پله لاره چې بامیان د وردګو له څلور لارې سره نښلوی، د آقرباط کوتل چې بامیان مرکز له سیغان سره نښلوی، دغه لارې اوس د ترافیکو پرمخ خلاصې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ