کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو پنجاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د روغتیایی مرکزونو له کمښته شکایت کړی.
ځایی مېشتو ویلی، چې په دغه کلیو کې د روغتیایی مرکزونو د کموالی له امله د زېږون پر مهال یو شمېر میندې او یا یې هم اولادونو ژوند له لاسه ورکړی.
د دې سیمې اوسېدونکو په وینا روغتیایی مرکزونو ته لاسرسی نه لری او له همدې امله ډېری وخت ناروغان د درملنې په موخه د څارویو په وسیله نورو روغتیایی مرکزونو ته لېږدوی.
پنجاب یوه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې لرې پرتو سیمو کې یې د روغتیایی مرکزونو کمښت او د ناروغانو په ځانګړی ډول امېندوارو مېندو لېږدولو اسانتیاوو نشتوالی خلک له جدی ستونزو سره مخ کړی.
د بامیانو عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا د پنجاب اوسېدونکو ستونزې تاییدوی او ژمنه کوی چې له مرکز سره په همغږۍ به دغو سیمو کې خپل روغتیایی خدمات پراخ کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ