معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بامیان سرب او جستو کان تړون یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو

د بامیان سرب او جستو کان تړون یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د سرب او جستو کان تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک کړ.

د مسوولینو په وینا دا د کانونو د را ایستنې، پروسېس او سوداګریز شرکت دی، چې د څه باندې ۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ورسره تړون لاسلیک شو.

خبر زیاتوي، چې سرپرست وزیر د تړون پرمهال له دغه شرکت څخه غوښتي، چې د کان کېندنې د ټولو اصولو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ یوسي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس