کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د سرب او جستو کان تړون له یوه کورنی شرکت سره لاسلیک کړ.
د مسوولینو په وینا دا د کانونو د را ایستنې، پروسېس او سوداګریز شرکت دی، چې د څه باندې ۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ورسره تړون لاسلیک شو.
خبر زیاتوی، چې سرپرست وزیر د تړون پرمهال له دغه شرکت څخه غوښتی، چې د کان کېندنې د ټولو اصولو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ یوسی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ