کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
په داسې حال کې چې پاکستانی حکومت له دغه هېواده د یو نیم میلیون بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو لړۍ ته په چټکۍ سره دوام ورکړی، د بحران نړیوالې ډلې ویلی، چې د افغان کډوالو ډله ییز وېستل به په سیمه کې بې ثباتی راولی.
نوموړې ډله چې په نړۍ کې د روانو بحرانونو په اړه څېړنې کوی، په خپل تازه راپور کې لیکی، پاکستان بحران ځپلی افغانستان ته د میلیونونه افغان کډوالو د ستنولو بهیر به په سیمه کې بحران لا پسې پراخ کړی.
دغې ډلې د امریکا په ګډون له هغو هېوادونو چې پر پاکستان نفوذ لری، غوښتنه کړې، چې اسلام آباد له دې پلان څخه لاس اخیستلو ته وهڅوی.
پاکستانی چارواکی ادعا کوی، چې پر افغانستان د اوسنی حکومت واکمنېدو سره په پاکستان کې بریدونه زیات شوی، خو د افغان حکومت مرکزی ویاند ویلی، چې دوی په پاکستان کې د امنیت ټینګولو مسوولیت نه لری او پاکستانی حکومت دې خپله خپل امنیت وساتی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ