کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په فراه ولایت کې د بخش آباد بند د اوبو انحرافی تونلونو د کیندلو چارې بشپړې شوې دی.
د خبر پر بنسټ د دغه بند د ساختمانی شرکت مسوولین وایی، د اوبو ګرځولو تونلونو د شارټ کرېټ او راکبولتېنګ ماشینری یې ساحې ته رسېدلی، چې ډېر ژر به یې د کانکرېټ چارې هم ورسره پیل شی.
همدارنګه د فرارود سیندیزې حوزې ریاست مسوولین د بخش آباد بند اوبو ګرځولو تونلونو په رغنیزو چارو په چټکتیا ټینګار کوی او ډاډ ورکوی، چې د یادو تونلونو د بشپړېدو سره سم به د بند د کاسې کار هم پیل شی.
په ورته مهال د فرارود ولسوالۍ مسوولین د بخش آباد بند رغول د فراه ولسونو لپاره یوه ستره اړتیا یادوی او وایی، چې د یاد بند رغول نه یوازې د فراه ولایت لپاره بلکې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره خورا اړین دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ