د بدخشان – تخار لاره د واورې ډېر اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړلې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نن سهار راهیسې د فېض آباد ـ کشم لاره چې تخار له بدخشان سره نښلوی، د واورې ډېر اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د خبر پر بنسټ، د واورې ډېر اورښت په دریو ځایونو کې سړک ویجاړ کړی او دغه لار یې په تلو – راتلو کې له خنډ سره مخ کړې ده.

ځایی مسوولین وایی، هڅه کوی چې یاده ستونزه هر څه ژر حل او دغه لاره بېرته د تلو راتلو پرمخ پرانیزی.

سږ کال ژمی کې له اوږده ځنډ وروسته نن درېیمه ورځ ده، چې د هېواد په ټولو ولایاتو کې د بارانونو او واورو اورښت پیل شوی دی.

.ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.