ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۱۶مه او د اپرېل ۵مه نېټه ده) د بریټانیا منچستر پوهنتون ۱۵ افغان مېرمنو ته د ماسټرۍ وړیا بورسونه ورکړی دی.
دا هغه افغان مېرمنې دی چې د اسلامی امارت په بیا واکمنېدو له هېواده وتلې دی.
د منچستر پوهنتون د پوهنې د ماسټرۍ د پروګرام مشر الکساندر ګاردنر مکتاګرټ ویلی د افغان مېرمنو د لېوالتیا، په ځان باور او د انګلیسی ژبې له زیات مهارته خوښ دی.
په منچستر پوهنتون کې د ماسټرۍ اکثر پروګرامونه د کال شااوخوا ۳۰ زره ډالره لګښت لری، خو دا پوهنتون وایی چې ۱۵ افغان مېرمنو ته په وړیا توګه درس ورکوی.
گهیځ