کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه شرکت د اجرایوي رییس په مشرۍ لوړپوړي پلاوي ازبکستان ته سفر کړی.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازو هم ګډون کړی.
د خبرپاڼې له مخې یاد پلاوي د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت له مشرتابه سره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون پر ګڼو اړخونو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې په اساس ټاکل شوې د برېښنا شرکت اجرايوي رییس له ازبک لوري سره د سرخان – پلخمري – الوان دښتې او بیا تر کابل ارغندې او ننګرهار شیخ مصري پورې د ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا د لېږد، مزي له لارې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د را لېږد پروژو په اړه هم خبرې وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/