کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت له لوری په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د دغه شرکت د اجرایوی رییس په مشرۍ لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته سفر کړی.
خبرپاڼه کې راغلی چې په دغه پلاوی کې د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازو هم ګډون کړی.
د خبرپاڼې له مخې یاد پلاوی د ازبکستان د برېښنا ملی شرکت له مشرتابه سره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون پر ګڼو اړخونو خبرې کړې دی.
د خبرپاڼې په اساس ټاکل شوې د برېښنا شرکت اجرایوی رییس له ازبک لوری سره د سرخان – پلخمری – الوان دښتې او بیا تر کابل ارغندې او ننګرهار شیخ مصری پورې د ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا د لېږد، مزی له لارې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د را لېږد پروژو په اړه هم خبرې وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ