ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه(د وری ۱۷مه او د اپرېل ۶مه نېټه ده) د بشری حقونو د څار ډلې چارواکو ویلی، د ملیونونو افغان نجونو د زده کړو پر نامالوم برخلیک اندېښمن دی.
د دې بنسټ د ښځو برخې مشرې هیدر بار ویلی چې د ا.ا.ا باید له ځنډ پرته د نجونو ټول ښوونځی پرانیزی. مېرمن بار زیاته کړې، افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونې پکې د خپل جنسیت له کبله له زده کړو بې برخې دی.
نوموړې ټینګار کړی چې ا.ا باید سملاسی لاس په کار شی او د نجونو ښوونځی پرانیزی.
د ا.ا.ا تېر کال په ځلونو ژمنه کړې وه چې د نوی کال په پیل کې به د نجونو ټول ښوونځی پرانیزی، خو په وروستیو تر شپږم ټولګی پورته د ښوونځیو پرانیسته تر بیا ځل امره پورې وځنډوله.
د ا.ا دا پریکړه په کور د ننه او نړیواله کچه له توندو او پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
خو چارواکی وایی، چې له یو جامع طرحې له چمتو کولو وروسته به د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزی.
گهیځ