د بشری حقونو سازمان افغانستان کې د بشری حقونو د ناورین پر دوام اندېښمن دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د بشری حقونو د څار سازمان وایی، افغانستان که څه هم د رسنیو له سرخطه لوېدلی، خو د سازمان په خبره دې هېواد کې لا هم د بشری حقونو ناورین دوام لری.
د یاد سازمان د آسیایی څانګې مرستیالې پاټریشیا ګاسمن ویلی، د افغانستان له دریو دوه برخې وګړی اوسمهال له غذایی ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دی، چې په دې ډله کې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ ۸ لکه ۷۵ زره ماشومان هم شامل دی.
د نوموړې په وینا، د دغې ګواښ لویه برخه ښځو او نجونو ته مخامخ ده.
ګاسمن زیاته کړې، د افغانستان روان بحران د ملګرو ملتونو غاړې ته دوه مهم مسوولیتونه اچوی.
یو دا چې بې‌ وزلو افغانانو ته د مرستو رسول یقینی کړی او ورسره سم پر سرپرست حکومت فشار راوړی، څو د بشری حقونو څخه خپلو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدی.
سرپرست افغان حکومت بیا د فشارونو راوړل بې اغېزې بللی او د اسلام په چوکاټ کې یې د ټولو بشری حقونو ورکړې ته سینه ډبولې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.