د بغلان تولیدی فابریکې درېیم توربین جوړ او آزمایښتی فعالیت ته چمتؤ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۵ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت ځایی مسوولینو ویلی، چې د افغانستان برېښنا شرکت په پر لپسې هڅو د بغلان برېښنا ځایی تخنیکی ټیمونو د تولیدی فابریکې درېیم توربین جوړ او آزمایښتی فعالیت ته چمتؤ شو.
د بغلان د برېښنا رییس ویلی، چې په دوهم بند کې د برېښنا د تولیدی فابریکې درېیم توربین ته د ۲ زره ۹۱۲ لېټره د اړتیا وړ آئیل ور اچولو سره دغه توربین په آزمایښتی ډول چالانولو ته چمتؤ شو، چې په فعالېدو سره به یې تر یوه برېده پورې بغلان کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شی.
دوی زیاتوی، چې دا توربین د درې میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لری، چې په دې سره به د بغلان په دوهم بند کې د تولیدی برېښنا ظرفیت نهه میګاواټو ته لوړ شی.
مسوولین ټینګار کوی، چې یاد توربین د بغلان برېښنا شرکت د فنی کارکوونکو له لوری جوړ او په آزمایښتی ډول ګټې اخیستنې ته چمتؤ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.