د بغلان سرې میاشتې روغتیایی ټیمونو په تېره یوه میاشت کې د نږدې زر کسانو درملنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۷ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې افغانی سرې میاشتې روغتیایی ټیمونو د بغلان ولایت په لرې پرتې سیمې برکې ولسوالۍ کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د نږدې زرو کسانو درملنه په وړیا ډول کړې.
د بغلان د والی ویاند ویلی، چې د افغانی سرې میاشتې روغتیایی ټېمونه د بغلان د لرې پرتې برکې ولسوالۍ په هغو سیمو کې په فعالیت بوخت دی، چې د دې ولسوالۍ د روغتیا له برخې بهر سیمې دی.
مجیدی زیاته کړې، د روان ۱۴۰۲ کال په لومړۍ وری میاشت کې دغو روغتیایی ټیمونو ۹۹۲ نفره معاینه کړی او د ناروغۍ اړوند درمل یې ورته ورکړی، چې په دې شمېر کې ۱۱۵ مېرمنو او ماشومانو ته واکسین ورکول شوی، ۱۲۲ مېرمنو ته تر ولادت وړاندې خدمات وړاندې شوی او د نارینه وو په ګډون ۷۲۰ نورو مېرمنو ته په ډله یز او انفرادی ډول روغتیایی سپارښتنې او معلومات ورکول شوی دی.
په ورته مهال د برکې ولسوالۍ اوسېدونکی د دې روغتیایی خدماتو له عرضه کولو خوښ دی خو غوښتنه کوی چې په نورو برخو کې دې هم د روغتیا د برخې په څېر د دوی ستونزو ته رسېدنه وشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.