د بلخ والی افغانستان کې د کډوالو عالی کمېشنرۍ له استازی سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳۰مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ سرپرست والی په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ له مشر لیونارد زولو او مل پلاوی سره کتلی دی.
د خبر پر بنسټ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ مشر لیونارد زولو شمال زون کې د ملګرو ملتونو اړوند د ټولو ادارو د ترسره شویو، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات له سرپرست والی سره شریک کړی او ویلی یې دی، چې دغه اداره له افغانانو سره ګډ کار کولو ته پوره ژمنه ده.
خبر زیاتوی، چې د یادې کتنې پر مهال شمال زون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ مشرې لاچین منسوا ویلی، د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې له ګډوالو سره د نغدی مرستو، د کورونو جوړولو، روغتیا او تعلیمی بنسټونو په جوړولو کې عملاً کارونه دوام لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.