کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تر هغه وروسته چې افغانستان د بلوچستان د اورګاډی پېښې په اړه د پاکستان حکومت ادعاوې “غیر مسوولانه څرګندونې” وبللې، تېره ورځ د هند حکومت هم د پاکستان تورونه په کلکه رد کړل.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د جمعې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلی، پر هند د پاکستان له لوری لګول شوی بې بنسټه تورونه ردوی.
د ده په وینا ټوله نړۍ پوهیږی چې د نړیوالې ترهګرۍ ځاله چېرې ده؟
د دوی په خبره پاکستان دې د خپلو کورنیو ستونزو او ناکامیو پړې پر نورو نه اچوی او خپل ګرېوان ته دې سر ټیټ کړی.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې پاکستان د بلوچستان اورګاډی پېښه کې پر افغانستان او هند باندې د لاس لرلو تور پورې کړ.
بلوڅ بېلتون غوښتونکو په یوې تازه اعلامیې کې ویلی، چې پاکستان حکومت ته یې د ټاکل شوی ۴۸ ساعته ضرب الاجل پوره کېدو سمدستی وروسته یې ټول ۲۱۴ برمته شوی کسان ووژل.
د بلوڅانو غورځنګ ویاند جنید بلوڅ ویلی، لا هم د دوی او پاکستانی پوځیانو ترمنځ جګړه روانه ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ