معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بلوچستان په ډبرو سکرو يوه کان کې پنځه افغانان مړه شوي

د بلوچستان په ډبرو سکرو يوه کان کې پنځه افغانان مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې پنځه تنه افغانان د بلوچستان ایالت د سکرو په یوه کان کې مړه شوي دي.

د راپور پر بنسټ دغو افغانانو په یاد کان کې کار کاوه، چې په کان کې د ګازو خپرېدو له امله یې ژوند بایللی دی.

پاکستاني رسنیو د ځایي چارواکو له قوله ویلي، چې دا پېښه پرون د هرنايي ولسوالۍ په شاراګ کان کې شوې ده. د دوی په وینا یو بل تن هم چې سخت بې هوښه شوی و، په مړژواندې حالت کې ژغورل شوی دی.

یاد کسان په کان کې د میتان ګاز خپرېدو له امله مړه شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس