د بلوچستان په ډبرو سکرو یوه کان کې پنځه افغانان مړه شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې پنځه تنه افغانان د بلوچستان ایالت د سکرو په یوه کان کې مړه شوی دی.

د راپور پر بنسټ دغو افغانانو په یاد کان کې کار کاوه، چې په کان کې د ګازو خپرېدو له امله یې ژوند بایللی دی.

پاکستانی رسنیو د ځایی چارواکو له قوله ویلی، چې دا پېښه پرون د هرنایی ولسوالۍ په شاراګ کان کې شوې ده. د دوی په وینا یو بل تن هم چې سخت بې هوښه شوی و، په مړژواندې حالت کې ژغورل شوی دی.

یاد کسان په کان کې د میتان ګاز خپرېدو له امله مړه شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.