د بل‌ګټس بنسټ د افغانستان له روغتیایی برخې سره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان یوې مسوولې حنان حسن بلخی ویلی، چې د بل‌ ګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیایی چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلی چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې ډاکترې حنان حسن بلخی پرون د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه د دغو مرستو یادونه کړې ده.

 ډاکترې حنان همداراز افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د هغو ۵۰۰ میلیونو ډالرو یادونه کړې، چې ګټس بنسټ او ځینې نور تمویلونکی یې د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو وجهی صندوق یا یونېسف ته ورکوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.