د آسیا د لویې وچې په جنوب کې د بنګله دېش هېواد لومړۍ وزیرې مېرمن “حسینه واجد” وروسته تر دې چې له پراخو ولسی احتجاونو سره مخ شوه، خپله ۱۵ کلنه واکمنی پرون د دوشنبې پر ورځ ( د اګست په پنځمه نېټه) پرېښوده او له هېواده وتښتېده.
بنګله دېش په جنوبی آسیا کې یو فقیر هېواد دی چې په نړۍ کې د اتم ډېر نفوس درلودونکی هېواد په توګه هم پېژندل کېږی، شا او خوا ۱۴۸,۴۶۰ کیلومتر مربع مساحت او ۱۶۳ میلیونه نفوس لری. دغه هېواد په لوېدیځ، شمال او ختیځ کې له هند سره او په سویل ختیځ کې له میانمار سره ځمکنۍ پولې لری، سویل ته یې له بنګال خلیج سره یو ساحل شته.
که څه هم له بریتانوی هند څخه په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې د پاکستان په نامه د یوې جلا سیمې د را بېلېدو پر وخت بنګلدیش د اکثریت مسلمانو وګړو د درلودلو له امله د پاکستان د خاورې یوه برخه وګرځېده خو وروسته بیا د ۱۹۷۱ زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې یې له پاکستان څخه هم خپلواکی واخیسته او د آسیا په سویلی برخه کې د یوه خپلواک ملک په توګه په رسمیت وپېژندل شو. بنګلدیش له پاکستان څخه تر بېلېدو وروسته بیا تر نن پورې د هند او پاکستان او نورو سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو د رقابتی لوبو او سیالۍ ډګر ګرځېدلی او له همدې امله تل له نا آرامۍ او ګډوډۍ سره مخ دی.
په بنګلدیش کې وروستی احتجاجونه او نا آرامۍ که څه هم د پخوا په شان هلته د دوه ګاونډیو ملکونو (هند او پاکستان) د رقابت پایله ښکاری او که هلته هر ډول سیاسی او پوځی بدلون رامنځ ته کېږی هم د سیمې پر هېوادونو په تېره بیا پر هند او پاکستان به بې اغېزې نه وی، دا بیا بېله خبره ده چې بنګلدېش خپله د ګاونډیو د دې منفی سیاسی سیالیو او رقابتونو ډګر ګرځېدلی او تل یې په نا آرامیو او هله ګوله سر دی.
بنګلدیش د پاکستان له هېواده تر خپلواکۍ اخیستو را وروسته تل له کورنیو ستونزو او ناخوالو سره مخ دی او غریب او بیچاره ولس یې له فقر، غربت او ناخوالو کړېږی، تر څنګ یې د دې هېواد سیاسی برخلیک هم د آسیا په جنوب کې د پراته یوه فقیر هېواد په توګه تل د هند او پاکستان د منفی رقابتونو ښکار دی.
د بنګلدېش سیاسی برخلک هم تر ډېره حده د پاکستان په څېر دی او د پوځ تر نېغې سرپرستۍ لاندې د څو مشهورو سیاسی کورنیو په منګولو کې ښکېل دی او دلته هم د دې فقیر هېواد دوه مشهورې سیاستوالې مېرمنې “حسینه واجد” چې د بنګلدیش د بنسټ اېښدونکی مجیب الرحمن لور ده او پرون یې د واک په پرېښودو سره هند ته پناه یوړه او ورسره په رقابت کې د “خالده ضیاء” دی چې کله یوه او کله بله، پر دغه بې وزله هېواد واکمنی کوی.
دا چې د دې بې وزله او وروسته پاتې هېواد دغه سیاسی اړو دوړ او بیا د سیاستوالو مېرمنو پدې رقابت کې د پوځ وردانګلو ډرامه به تر کومه دوام وکړی او هلته به حالات د کوم اړخ په ګټه تمام شی اوږده بحث او څېړنې ته اړتیا لری، خو هغه څه چې دمګړۍ له دغه سیاسی کشمکش څخه په ډاګه دی دا دی چې بنګلدېش د یوه اسلامی ملک په توګه چې وګړی پر بې وزلۍ، او فقر سربېره له ګڼو نورو کړاونو سره لاس او ګرېوان دی، له پاکستان څخه تر بېلښت وروسته تل د سیاسی اړو دوړ او نا آرامیو سره لاس او ګرېوان دی.
اصلی غمېزه دا ده چې دا یوازې بنګلدیش هم ندی چې مسلمان وګړی یې له دا ډول برخلیک او د ګاونډیانو د سیاسی او پوځی رقابتونو سره لاس او ګرېوان دی، دغه ډول ناورین نن د نړۍ د اکثره اسلامی ملکونو او ملتونو په برخه دی او ټول اسلامی امت له یو ډول ناخوالو سره لاس او ګرېوان دی چې د دې غمېزو اصلی ریشه او جرړه هم که را وسپړو، نو په تأسف د غیر اسلامی هېوادو تر څنګ په خپله مسلمان هېوادونه هم پکې دخیل دی.
نن که یوې خواته د نړۍ مسلمانان د خپلې لومړۍ قبلې او نیول شوی فلسطین په ویر کې ناست دی، نو بل اړخ ته متأسفانه په خپله د ځینو اسلامی هېوادو د نا اهله حاکمانو له لاسه په خپل منځی په ناخوالو او کړاونو هم اخته دی. همدا رنګه پدې تړاو د سیمی په کچه د اسلامی هېوادونو او مسلمانو ولسونو تر منځ د نفاق، نا آرامیو او بدمرغیو اور ته په لمن وهلو کې زمونږ د ګاونډی پاکستان ونډه هم ښه غوښنه او د پاملرنې وړ ده.
اما د دې ټولو سره سره په ټوله کې د بنګلدېش وروستی حالات د سیمې او ګاونډ ځینو هېوادونو او په تېره پاکستان ته دا پیغام هم له ځان سره لری چې که د ولس د صبر او زغم کاسه ډکه شی نو بیا نه د پوځ پرواه کوی او نه د ګوډاګیو حکومتونو او د پښتو ژبې هغه مشهور متل دی چې ” د ولس زور د خدای زور دی” ! والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ