د بنګلدېش پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ اداې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بنګلدېش پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ ویلی، ړغه درې یو ورځنۍ سیالۍ به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه پیل او تر ۱۱مې نېټې به دوام وکړی.

یادې ادارې زیاته کړې، ابراهیم ځدراڼ او مجیب‌الرحمن د خپلو ټپونو له امله لا هم د لوبې جوګه نه‌‌ دی، نو ځکه یې نه‌ دی غوره کړی.

دوه نور افغان لوبغاړی صدیق اتل او نوراحمد چې د سویلی افریقا پر وړاندې لوبلړۍ کې نه وو، دې سیالیو ته رابلل شوی دی.

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شهیدی لوبډلمشر، رحمت‌شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علی‌ خېل وېکټ ساتونکی، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیق‌الله اتل، دروېش رسولی، عظمت‌الله عمرزی، محمد‌نبی، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل‌الحق فاروقی، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دی.

د بنګلدېش پر وړاندې لومړۍ لوبه به د نومبر په ۶مه، دوهمه د نومبر په ۹مه او وروستۍ د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه د عربی متحده اماراتو د شارجې په لوبغالی کې وی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.