کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د دې وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې د بهرنیو چارو وزارت د لومړی سیاسی ریاست مرستیال په مشرۍ د سرپرست حکومت یوه پلاوی اندونیزیا ته سفر کړی دی.
د ده په خبره دې پلاوی په اندونیزیا کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه کړې او همدا راز یې په اندونیزیا کې له یو شمېر عالمانو، سیاستوالو او سوداګرو سره هم لیدنې ترسره کړی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې د سریلانکا، بنګلدېش او سینګاپور له سفیرانو او شاژدافیرانو سره هم لیدلی او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په اړه یې ورسره خبرې کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ