د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت تر پخوا نور هم لوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۸ نېټه):
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویلی، چې د کابل په بازارونو کې اوسمهال یو ډالرو په څه کم ۸۵ افغانیو پلورل کیږی، چې دا د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت زیاتوالی ښیی.
د دوی په خبره د افغانیو ارزښت نه یوازې د ډالرږ بلکې د نورو اسعارو پر وړاندې هم لوړ شوی دی.
په کابو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې یو ډالر د ۸۵ افغانیو معادل کیږی.
د صرافانو ټولنه د افغانستان بانک له لوری د ډالرو لیلام او افغانیو ته د تقاضا زیاتېدل د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو دوه عمده لاملونه ګڼی.
بل لور ته د اقتصاد وزارت ویلی، سرپرست حکومت توانیدلی دی چې د صادراتو په زیاتولو، د ډالرو د قاچاق په مخنیوی او اسعارو ته د تقاضا په مدیریت سره د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ وساتی.
هېره دې نه وی چې د افغانستان بانک نن هم د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.