د بهرنیو سیاستونو بدلون د افغان حکومت پر چارو اغېز نه شی کولی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسلکی معین عبداللطیف نظری ویلی، د ځینو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د بهرنیو سیاستونو بدلون نه‌ شی کولای، د افغان حکومت اقتصادی چارې ټکنۍ او یا له ځنډ سره مخ کړی.

د نوموړی په وینا د افغانستان اقتصاد په عادی حالت کې دی او د صادراتو ترڅنګ د وارداتو بهیر پرته له کومې ستونزې جریان لری.

د اقتصاد وزارت مسلکی معین ویلی، د اسعارو وروستی بدلونونه او د دولتی کارمندانو د معاشونو ځنډېدل عادی موضوع ده او د اندېښنې وړ نه‌ ده.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګنې د بهرنیو مرستو ځنډېدو له امله د دولتی کارمندانو معاشونه ځنډېدلی او د افغانیو په ارزښت یې هم منفی اغېز کړی دی، خو چارواکی بیا دغه ادعاوې رد کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.